کراچۍ (نوې ژوند) د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د جمعیت اصلي منشور د اسلامي بلاک جوړول دي او امت مسلمه باید د یو قوي دفاعي ځواک په توګه راڅرګنده شي.هغه د اتحاد امت کانفرانس ته په وینا کې وویل چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د دفاعي تړون یې بې له شرطه ملاتړ کړی دی. د هغه په وینا اوس مسئله یوازې فلسطین پورې محدوده نه ده پاتې شوې بلکې ایران ته هم رسېدلې ده، نو عربي هېوادونه باید د یووالي لور ته لاړ شي.مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې هغه د نفرت او تعصب سیاست نه مني، بلکې د اختلافاتو د حل لپاره په نرمۍ او شایسته خبرو باور لري. هغه وویل چې په پاکستان کې د محبت او زغم سیاست ته وده ورکوي او غواړي چې امت مسلمه د یو قوي دفاعي اتحاد بڼه خپله کړي.
