تازه خبرونه ۱۸ اگست ۲۰۲۶

ټرمپ د سپاه پاسداران سره د پټو اړیکو پخلی وکړ، عمان ته یې د بمبارۍ ګواښ وکړ

واشنګټن (وېب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپاه پاسداران سره د پټو اړیکو پخلی کړی او له ایران څخه یې د وسلو غورځولو غوښتنه کړې ده. ټرمپ ویلي چې د ۶۰ ورځنۍ اوربند موده که پای ته هم رسېدلې وي، خو ایران لا هم د ډیپلوماټیک حل لپاره وخت لري، خو تهران ته به په هېڅ صورت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي. د امریکا ولسمشر عمان ته هم ګواښ کړی چې که د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې خنډ جوړ کړي، نو سخت بمبار به پرې وشي. ټرمپ ویلي چې د امریکايي چارواکو او سپاه پاسداران ترمنځ د ځینو منځګړو او ایراني سیاسي چارواکو له لارې تېرېدونکي اړیکو پرته، یوه مستقیمه پټه اړیکه هم موجوده ده. بلخوا سپاه پاسداران له امریکا سره د پټو اړیکو راپورونه رد کړي دي. ټرمپ د غزې د وضعیت په اړه هم ویلي چې اسرائیل باید بریدونه ودروي او ادعا یې کړې چې امریکا له حماس سره په اړیکه کې ده. هغه د امریکا د وسلو د زېرمو د کمېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې امریکا لا هم د وسلو لویې زېرمې لري.