پاکستان ۱۴ مئی ۲۰۲۶

د پانډا بانډ بریالی اجرا تاریخي پرمختګ دی، نړیوالو پانګوالو بې ساري باور څرګند کړی: وزیر خزانه محمد اورنګزیب

بیجینګ (نوې ژوند ) د پاکستان د مالیې او عوایدو وزیر محمد اورنګزیب ویلي دي چې د پانډا بانډ بریالی اجرا د پاکستان لپاره یو تاریخي پرمختګ دی او نړیوالو پانګوالو پرې بې ساری باور څرګند کړی دی.هغه په بیجینګ کې په خپل بیان کې وویل چې د پانډا بانډ له بریالي اجرا وروسته په نړیوالو مالي بازارونو کې د پاکستان پر اقتصاد باور نور هم زیات شوی دی. د هغه په وینا دا اقدام د دې څرګندونه کوي چې نړۍ د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو او مالي تګلارو ملاتړ کوي.وزیر خزانه زیاته کړه چې دا ګام د پاکستان د نړیوالو مالي بازارونو ته د قوي بیا ستنېدو نښه ده او له دې سره د اقتصادي اړیکو نوی باب پرانیستل شوی دی. د هغه په وینا د نړیوالو پانګوالو مثبت غبرګون د پاکستان د اقتصادي بدلون تایید دی.یادونه ده چې پاکستان د چین په آن‌شور سرمایه‌يي بازار کې خپل لومړی پانډا بانډ بریالی جاري کړی، چې له مخې یې 1.75 اربه RMB (نږدې 25 کروړه امریکایي ډالر) بانډونه صادر شوي دي. دغه بانډ پنځه چنده زیات غوښتنې سره مخ شوی او ټولې غوښتنې له 1.26 اربه ډالرو څخه زیاتې وې. دا درې کلن فکسډ ریټ بانډ دی چې په چینایي کرنسۍ RMB کې جاري شوی او د هغې سود کچه 2.5 سلنه ټاکل شوې ده۔