کابل (وېب نیوز) د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې افغان چارواکو د خپلواکۍ د ساتنې، ملي یووالي، امنیت، اقتصادي پیاوړتیا او له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان د اصولو په چوکاټ کې له نړۍ سره هر اړخیز تعامل ته چمتو دی او هغه هېوادونه یې وبلل چې د افغانستان پر وړاندې بد نیت لري، د تېر تاریخ له تجربو عبرت واخلي. د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر ملي یووالي او د هېواد د سیاسي خپلواکۍ پر ساتنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان باید د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې هوښیار واوسي. د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني وویل، خپلواکي هغه مهال خپل بشپړ مفهوم پیدا کوي چې په هېواد کې بشپړ امنیت، اقتصادي وده، ټولنیز عدالت او دوامدار ثبات موجود وي. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل، ریښتینې خپلواکي یوازې د هېواد پر خاوره د واک معنا نه لري، بلکې بهرنی سیاست، اقتصاد او نورې برخې هم باید خپلواکې وي. د دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد وویل، افغانستان به په سیاسي، اقتصادي او پوځي برخو کې د هېچا په فرمایش عمل ونه کړي او له ټولو هېوادونو یې له اسلامي امارت سره د خبرو او تعامل غوښتنه وکړه. چارواکو له مخالفینو هم وغوښتل چې له تقابل او ناامنۍ رامنځته کولو لاس واخلي او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کار وکړي.
