تازه خبرونه ۲۰ اگست ۲۰۲۶

د لیډز ټېسټ- پاکستان په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۷۱ منډو وسوځېد

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې د لیډز ټېسټ په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۷۱ منډو ټوله وسوځېدله. عبدالله شفیق ۶۱ منډې وکړې او د پاکستان له لوري تر ټولو زیاتې منډې یې جوړې کړې، امام الحق ۴۲، سلمان علي آغا ۲۱ او محمد رضوان ۱۲ منډې وکړې. کپتان شان مسعود او سعود شکیل په ۵،۵ منډو وسوځېدل، په داسې حال کې چې علي عثمان او اذان اویس له کومې منډې پرته له میدان څخه ووتل. د انګلستان له لوري اوولي رابنسن او جوش ټنګ غوره توپ اچونه وکړه او دواړو پنځه، پنځه ویکټې واخیستې.