د لیډز ټېسټ د دویمې ورځې تر پایه انګلستان د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړ، انګلستان د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۶ منډې جوړې کړې او د پاکستان د لومړۍ پاڼۍ د ۱۷۱ منډو په ځواب کې یې ۱۹۵ منډې مخکښي ترلاسه کړه، د لوند میدان له امله لوبه په ځنډ پیل شوه، جارډن کاکس ۷۳، جو روټ ۶۶ او ډین لارنس ۵۱ منډې جوړې کړې، هېري بروک ۹۱ منډې وکړې او د هغه د یوې منډې پر مهال سلمان علي اغا د هغه کېچ پرېښود، چې وروسته بروک د ۹۱ منډو په جوړولو سره انګلستان ته مهمې منډې ورکړې، د پاکستان له لوري چپ لاسي سپین بالر علي عثمان پنځه ویکټې واخیستې او په انګلستان کې لومړی پاکستانی چپ لاسی سپین بالر شو چې په یوه پاڼۍ کې یې پنځه ویکټې ترلاسه کړې، محمد عباس، خرم شهزاد او محمد علي یوه یوه ویکټه واخیسته.
