ژوب (ویب نیوز) د ژوب ښاریانو د ښار په بېلابېلو څلورلارو او بازارونو کې د یوې ډلې د منظمې سوالګرۍ پر اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د ښاریانو په وینا، یاد کسان د مبینې راپورونو له مخې له سندھ څخه ژوب ته راغلي او د سهار مهال ښځې د رکشو له لارې د ښار بېلابېلو څلورلارو او بازارونو ته ښکته کوي، څو له خلکو پیسې وغواړي. د خلکو په وینا، په منظم ډول د سوالګرۍ له امله ښاریان هم له ستونزو سره مخ کېږي. ښاریانو له ضلعي انتظامیې، ښاروالۍ کمېټې او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د موضوع نوټس واخلي، وضعیت په بشپړه توګه وڅېړي او که معلومه شي چې یاد کسان په ناقانونه ډول په سوالګرۍ کې ککړ دي، نو د قانون له مخې دې کارروایي وشي. ښاریانو غوښتنه کړې چې د ژوب بازار د منظم ساتلو او له سوالګرۍ څخه د پاکولو لپاره دې اغېزمن اقدامات وشي.
