تهران (وېب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا د بندیزونو په غبرګون کې ویلي چې هېڅ هېواد نه شي کولای بهرني شرکتونه له درېیم هېواد سره د قانوني سوداګرۍ پرېښودو ته اړ کړي. هغه وویل، د امریکا نوي بندیزونه یوازې د ایران پر وړاندې روانې اقتصادي جګړې پورې محدود نه دي، بلکې هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو پر هر خپلواک غړي هېواد له سیمهییزو پولو څخه بهر خپله واکمني وتپي. اسماعیل بقایي وویل، پر یوه خپلواک هېواد د دې لپاره اقتصادي فشار راوړل چې خپلې قانوني پالیسۍ بدلې کړي، د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده. د هغه په وینا، د ثانوي بندیزونو لپاره په نړیوال قانون کې هېڅ قانوني بنسټ نشته او دا د ملګرو ملتونو د منشور خلاف دي. بل لوري ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر رهبرۍ ملنډې وهلي او ویلي یې دي چې په ایران کې هېڅوک ولسمشر کېدل نه غواړي او دا د ده لپاره یوه ستونزه ده. ټرمپ ادعا کړې چې ایران اوس د سمندري ځواک، هوايي ځواک، رادارونو، تخنیکي وسایلو او دفاعي تجهیزاتو د جوړولو وړتیا نه لري.
