کوټه (وېب نیوز) د ایف آی ایچ هاکي نړیوال جام د درجه بندۍ په سیالۍ کې پاکستان جاپان ته له ۳ مقابل کې ۴ ګولونو په وهلو ماتې ورکړه او له ۱۶ کلونو وروسته یې په نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه. د پاکستان له لوري رانا وحید دوه ګولونه، حنان شاهد او حماد یو، یو ګول وواهه. ملي هاکي لوبډلې له دې مخکې د ۲۰۱۰ کال په نړیوال جام کې اسپانیا ته د ۲-۱ په پایلې ماتې ورکړې وه، چې له هغې وروسته پاکستان د نړیوال جام په هېڅ سیالۍ کې بریا نه وه ترلاسه کړې. پاکستان د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام ته هم لاره نه وه موندلې، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸ کال په نړیوال جام کې ملي لوبډله د یوې سیالۍ په ګټلو هم بریالۍ نه شوه. جاپان ته له ماتې ورکولو سره پاکستان له ۱۶ کلونو وروسته د هاکي نړیوال جام سیالي وګټله.
