تازه خبرونه ۲۳ اگست ۲۰۲۶

امریکايي الوتکه وړونکې بېړۍ جورج واشنګټن منځني ختیځ ته ورسېده

کوټه (وېب نیوز) د امریکا الوتکه وړونکې بېړۍ یو ایس ایس جورج واشنګټن منځني ختیځ ته رسېدلې ده چې د یو ایس ایس ابراهام لنکن پر ځای به په سیمه کې ځای پر ځای شي. امریکايي چارواکي وايي چې په سیمه کې د جورج واشنګټن د ځای پر ځای کېدو پرېکړه له مخکې جوړ شوي پلان له مخې شوې ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، یو ایس ایس ابراهام لنکن له جنورۍ راهیسې د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو لپاره په منځني ختیځ کې موجوده ده، خو د دې بېړۍ د اوږدې مودې د ځای پر ځای کېدو پر مهال د عملې د غړو د ځان وژنې د هڅو پېښې هم راپور شوې دي.