مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د ولس ګډون پر ګوند د باور څرګندونه ده؛ سردار حبیب الرحمن دمړ

دکي (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مرستیال منشي سردار حبیب الرحمن دمړ، ضلعي منشي صفدر میختر وال، د وکیلانو فورم صوبايي مرستیال منشي احمد جان ناصر او د دکي مخکښ مشر سردار حیدر ناصر د یوې سیاسي ډلې د یو شمېر کارکوونکو د استعفا او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته د یوځای کېدو په مناسبت غونډې ته په وینا کې نوي شامل شوي کسان تود هرکلی وکړ او ویې ویل چې د دوی یوځای کېدل به د ګوند سیاسي او تنظیمي مبارزه لا پیاوړې کړي. مشرانو پر نویو غړو ټینګار وکړ چې د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي تر مشرۍ لاندې د قومي حقونو، ولسواکۍ، د اساسي قانون د بیا بحالۍ او د پښتنو د سیاسي او اقتصادي حقونو لپاره په روانه مبارزه کې فعال رول ولوبوي. په دې موقع نویو شامل شوو غړو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر مشرتابه او سیاسي مبارزې خپل باور څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د ګوند له لارې به خپلې قومي او ولسواکۍ مبارزې ته دوام ورکوي. په دکي کې د یوې سیاسي ډلې ضلعي د اطلاعاتو منشي اعظم پښتون، ضلعي مرستیالان وزیر نگار، صابر ناصر، مالک شادوزی، اکرام ناصر، شبیر ناصر، قدیر، د شهید ابتدایي یونټ منشي اکبر ناصر، د ابتدایي یونټ مشر مرستیال منشي کبیر ناصر، امین خان ناصر، جمیل ناصر، فاروق ناصر، نسیم ناصر، اسماعیل ناصر، محمد امین ناصر، خیال الدین، ظفرالله، صابر خان ناصر، نقیب میرا او محمد خان ناصر له خپلې پخوانۍ ډلې استعفا ورکړه او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته یې رسمي شمولیت اختیار کړ. د غونډې د سټېج چارې عبدالله حریفال ترسره کړې.