تازه خبرونه ۲۴ اگست ۲۰۲۶

هرنایي روغتیا څانګه: د موټر او کولډ بکسونو په اړه خپرېدونکي معلومات بې بنسټه دي

هرنایي (ویب نیوز) د هرنایي ولسوالۍ روغتیا څانګې په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خپرېدونکې انځور په اړه وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې په انځور کې د لیدل کېدونکي موټر او سامان په اړه خپرېدونکی تاثر له حقیقت سره سمون نه لري. د روغتیا څانګې ویاند ویلي، په انځور کې یو موټر، موټرسایکل او څو کولډ بکسونه ښکاري او داسې ناسم تاثر ورکول کېږي چې ګواکې دولتي سامان کوټې ته انتقالېږي، حال دا چې یاد موټر شخصي دی او موټرسایکل هم د موټرچلوونکي شخصي ملکیت دی چې په خپله پیسو یې اخیستی او د اخیستلو رسید یې هم موجود دی. د ویاند په وینا، په انځور کې ښکاره کولډ بکسونه د ماشومانو د واکسینونو د خوندي تودوخې د ساتلو لپاره د ای پي آی اړوند بکسونه دي، چې کله د هرنایي ضلعي روغتیا افسر د سرکاري چارو لپاره کوټې ته ځي، تش بکسونه له ځان سره وړي او د بېرته ستنېدو پر مهال په هغو کې د هرنایي ماشومانو لپاره واکسینونه راوړي، څو د واکسینونو د سړې ځنځیر لړۍ وساتل شي. نوموړي دا د روغتیا څانګې عادي سرکاري کړنلاره وبلله او ویې ویل چې که څوک د دغو توکو په اړه شک یا اندېښنه لري، باید د ټولنیزو رسنیو له لارې د انځور یا تور له خپرولو مخکې له اړوند دفتر یا مسؤل چارواکي معلومات ترلاسه کړي. د هغه په وینا، له حقایقو پرته د کومې معاملې د غلا یا د دولتي سامان د ناقانونه انتقال سره تړل سم نه دي. ویاند زیاته کړه چې د هرنایي ضلعي روغتیا افسر په لنډه موده کې د روغتیا په برخه کې ګڼ مهم اقدامات کړي، چې پکې د سول روغتون هرنایي، د ای پي آی شارګ او ناکس مرکزونو لپاره د معیاري لمریزې برېښنا سیستمونو منظوري، د روغتیايي مرکزونو ترمیم او د بنسټیزو اسانتیاوو ښه کول شامل دي. نوموړي وویل چې د سول ډسپنسري ناکس، بنيادي روغتیايي مرکز ګوچینه، ایم سي اېچ مرکز شارګ، بي اېچ یو خدراني، خوست او زردالو د ترمیم او بیارغونې لپاره هم اقدامات شوي او په دې وروستیو کې د ایم سي اېچ مرکز هرنایي د برېښنا ستونزه د نویو بیټریو په برابرولو سره حل شوې ده. د روغتیا څانګې ویاند له ټولو اړوندو کسانو وغوښتل چې هر ډول انځور یا خبر له خپرولو مخکې یې حقایق په بشپړه توګه تایید کړي؛ ځکه نیوکه او حساب ورکونه د هر چا حق دی، خو د ناسمو معلوماتو او بې بنسټه تاثرونو خپرول باید مخنیوی ترې وشي.