مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د ولسي ستونزو حل د اوسني حکومت لومړیتوب دی؛ میر شعیب نوشیرواني

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي د خزانې وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي، چې د ولسي ستونزو حل د اوسني حکومت لومړیتوب دی او په ټول بلوچستان کې به پرمختیايي پروژې پیل او صوبه به د پرمختګ پر لور روانه کړي، همدارنګه د بې‌روزګاره ځوانانو لپاره به د روزګار زمینه برابرولو په موخه ټولې ممکنې هڅې ترسره شي. نوموړي له یوه پلاوي سره د خبرو پر مهال وویل، ولس دې ناهیلی کېږي نه، ځکه اوسنی حکومت د ولس ریښتینی استازی دی. هغه وویل، د وخت غوښتنه دا ده چې بلوچستان د پرمختګ پر لور روان شي، امن او امان بېرته ټینګ شي او سوکالي را وګرځي، چې دا هغه مهال ممکنه ده چې ټول په ګډه ژمنه وکړو چې هېواد او صوبه زموږ دي او موږ یې د پرمختګ لپاره کار کوو. نوموړي وویل، په ځینو مواردو کې منتخب استازو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړی او ټولیزې ګټې یې له پامه غورځولې دي، چې له امله یې نن هم په ډېرو ضلعو کې د خلکو شکایتونه پر ځای دي او د پرمختیايي کارونو کچه ډېره کمه ده. میر شعیب نوشیرواني ټینګار وکړ چې اوسنی حکومت به د ولس د ستونزو د حل لپاره ټولې هڅې وکړي او دې سیمې ته به هغه مقام ورکړي چې ولس یې هیله لري. هغه وویل، موږ د ولس استازي یو او په هر فورم کې به د ولس استازیتوب کوو.