اسلام آباد (نوې ژوند وېب نیوز) د پاک پوځ د آرمي راکټ فورس کمانډ له لوري په کور دننه جوړ شوی فتح-۴ کروز میزایل بریالی ازمایښتي تجربه ترسره شو، د آی ایس پي آر په وینا دا ګرانډ لانچډ کروز میزایل د عصري ایویونکس او پرمختللي نیویګیشنل نظام سره مجهز دی او هدفونه په لوړ دقت سره ویشتلی شي، د دې تجربې هدف د پوځي دستو عملیاتي وړتیا لوړول او د مختلفو تخنیکي سیستمونو ارزونه وه، په دې موقع د راکټ فورس لوړپوړي افسران او ساینسپوهان هم موجود وو، د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم، د پوځ سرلښکر او نورو دفاعي مشرانو د دې بریا ستاینه کړې او د دې پروژې په تخنیکي مهارت او هڅو یې د ګډونوالو قدرداني کړې ده.
