مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د مستونګ په خډکوچه کې د لوی عملیاتو امکان، ځايي خلکو ته د وتلو لارښوونه

کوټه (ویب نیوز) د مستونګ په خډکوچه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د احتمالي لویو عملیاتو له امله ځايي اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو لارښوونه شوې ده. د ځايي سرچینو په وینا، پولیسو د مکې هوټل څخه تر بدرنګ پورې د سړک په لوېدیځه برخه کې مېشتو خلکو ته د سیمې د پرېښودو خبر ورکړی دی. همدارنګه په باغونو کې کار کوونکو مزدورانو او قراردادیانو ته هم د باغونو د خالي کولو لارښوونه شوې ده. د احتمالي عملیاتو له امله په سیمه کې اندېښنه زیاته شوې، خو تر اوسه حکومتي چارواکو په رسمي ډول کوم بیان نه دی خپور کړی.