اسلام اباد (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کاناډا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې کاناډا غواړي د امریکا له ایالت کېدو پرته د یوه ایالت په څېر ګټې ترلاسه کړي، خو دا به ونه شي. د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګریزو خبرو له ناکامېدو وروسته دواړو هېوادونو د یو بل پر وارداتي توکو نوي تعرفې لګولي، چې ورسره سوداګریز کړکېچ لا زیات شوی دی.
