پاکستان ۲۴ اگست ۲۰۲۶

پېښور بورډ د زده کوونکو د اسانتیا پر ځای د پیسو ګټلو ماشین جوړ شوی، ایمل ولي خان

پېښور (وېب ډیسک) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان د پېښور تعلیمي بورډ له خوا په بېلابېلو فیسونو کې د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې بورډ د زده کوونکو د اسانتیا پر ځای د پیسو ګټلو په ماشین بدل شوی دی. هغه وویل چې په یوه کال کې په بېلابېلو فیسونو کې تر ۱۰۰ سلنې پورې زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د بېوزلو کورنیو د زده کوونکو لپاره دا فیسونه د زده کړو پر وړاندې لوی خنډ ګرځي. ایمل ولي خان غوښتنه کړې چې په فیسونو کې شوی وروستی زیاتوالی دې سمدستي بېرته واخیستل شي، د بورډ د مالي چارو شفافه پلټنه دې وشي او د زده کوونکو د پایلو، ناکامولو او بیا شمېرنې اړوند شکایتونو د حل لپاره دې اغېزمن نظام جوړ شي.