پاکستان ۲۴ اگست ۲۰۲۶

حکومتونه پر اساسي قانون عمل نه کوي، دا د هغوی نیمګړتیا ده: مولانا فضل الرحمان

پېښور (وېب ډیسک) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي، که حکومتونه پر اساسي قانون عمل نه کوي، نو دا د هغوی نیمګړتیا ده. په پېښور کې د کارکوونکو غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل، په اساسي قانون کې په څرګنده ویل شوي چې د قرآن او سنتو خلاف به هېڅ قانون نه جوړېږي. مولانا فضل الرحمان وویل، د هېواد د دفاع لپاره پیاوړی دفاعي ځواک د دولت او هېواد اړتیا ده او جمعیت علمای اسلام د پاکستان د پیاوړي دفاعي ځواک پلوي کوي.