تازه خبرونه ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د جګړې له امله په سیمه کې نوې جیوپولیټیکي ویښتیا رامنځته شوې: د ایران د پوځ ویاند

تهران (وېب ډیسک) د ایران د پوځ ویاند بریدجنرال محمد اکرم نیا ویلي، چې د وروستۍ جګړې په پایله کې په سیمه کې نوې جیوپولیټیکي ویښتیا رامنځته شوې او د هرمز تنګي ستراتیژیک اهمیت او پر هغه د نفوذ ارزښت لا روښانه شوی دی. هغه وویل، د ایران د پوځ د فعالې ستراتیژۍ موخه د جګړې پیلول نه، بلکې د هر ډول تېري پر وړاندې اغېزمن ځواب ورکول دي. د اوربند پر مهال د نویو وسلو پر جوړولو او پوځي روزنې کار روان دی، په داسې حال کې چې له امریکا سره جګړې د ایران د ملت یووالی لا پیاوړی کړی دی. د هغه په وینا، له اقتصادي ستونزو سره سره حکومت د پوځ مالي اړتیاوې پوره کړې او د حکومت او وسله والو ځواکونو ترمنځ همکاري هم نوره پیاوړې شوې ده.