کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان د اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ کې د بلوچستان سیف سټي ادارې لوړه کچه غونډه ترسره شوه۔ په غونډه کې د بلوچستان د پولیسو آئي جي محمد طاهر خان د سیف سټي ادارې د کارکردګۍ او اقداماتو په اړه تفصيلي بریفینګ ورکړه۔
په بریفینګ کې وویل شول چې د بلوچستان سیف سټي ادارې د اغیزمنې څارنې په نتیجه کې د ټول هیواد څخه 138 غلا شوې ګاډي په نښه شوي دي۔ په وخت اقدام کولو سره 9 مشکوک فعالیتونه په نښه شوي او د ترهګرۍ لویې پیښې ناکامې کړل شوې دي۔ ادارې د بیلابیلو جرمونو د ځایونو په اړه پولیسو ته 631 مهم شواهد هم ورکړي دي۔ په دې موقع دا هم وویل شول چې د 15 مددګار بیړني غبرګون خدمت سره تړلی شوی دی۔
په غونډه کې پریکړه وشوه چې د بلوچستان سیف سټي ادارې د وړتیا د لا زیاتولو لپاره به د پنجاب سیف سټي ادارې څخه مرسته واخیستل شي۔ په دې لړ کې د بلوچستان اعلی وزیر لخوا د پنجاب اعلی وزیر ته رسمي لیک استول شوی دی۔
اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وویل چې د بلوچستان سیف سټي اداره د امنیت او نظم په ټینګښت او د جرمونو په مخنیوي کې اغیزمن رول لوبوي او د هغې کارکردګي د ستاینې وړ ده۔ هغه وویل چې د عصري ټیکنالوژۍ په اغیزمنه کارونې سره به د وګړو د ځان او مال ساتنه نوره هم یقیني شي۔
اعلی وزیر وویل چې د سیف سټي نظام لا پیاوړی کول او د عصري اړتیاوو سره سم برابرول د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي۔ د جرمونو او مشکوکو فعالیتونو په وخت پیژندلو سره د پولیسو عملیات لا اغیزمن کیدای شي۔ هغه لارښوونه وکړه چې د وګړو د ساتنې لپاره دې د عصري څارنې نظام د صوبې نورو سیمو ته هم وغځول شي او په دې برخه کې دې د پنجاب سیف سټي ادارې له تجربو څخه پوره ګټه واخیستل شي۔
