واشنګټن (ویب ډېسک) د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسېنټ د ایران پر ضد د «اقتصادي اوټ کاسټ عملیاتو» اعلان کړی او ویلي یې دي چې پر ایران د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه لګېږي. هغه وویل، له ایران سره همکاري کوونکي هېوادونه او شرکتونه به هم د امریکايي بندیزونو سره مخ شي او د ایران حکومت ته مالي ملاتړ ورکوونکې لارې به وتړل شي. د امریکا د خزانې وزیر په وینا، اقتصادي فشار او سمندري محاصره به ایران دې ته اړ کړي چې د هرمز تنګی پرانیزي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا شرطونه ومني.
