پاکستان ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د پټرول او ډیزلو په بیو کې زیاتوالی

اسلام آباد (ویب ډېسک) حکومت د پټرولیم محصولاتو بیې لوړې کړې دي چې له مخې به یې د اګست له ۲۵مې د پټرول په بیه کې د یو لیټر په سر ۳۹ پېسې او د ډیزلو په بیه کې ۲ روپۍ او ۴۰ پېسې زیاتوالی راشي. د اوګرا د خبرتیا له مخې، له زیاتوالي وروسته د پټرول نوې بیه ۳۴۱ روپۍ او ۹۸ پېسې او د ډیزلو بیه ۳۷۰ روپۍ او ۶۹ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده، نوې بیې به د نن شپې له ۱۲ بجو څخه عملي شي.