تهران (ویب نیوز)فیلډ مارشل سید عاصم منیر له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان، د ایران د سترې ملي امنیت شورا له سکرتر محسن رضايي او د پارلمان له رئیس محمد باقر قالیباف سره لیدنې کړې دي، چې په ترڅ کې یې د سیمې پر وضعیت، سولې، امنیت او دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي. فیلډ مارشل عاصم منیر وویل چې پاکستان به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، بلخوا ایراني مشرانو پر امریکا د بې باورۍ څرګندونه کړې او د سیمه ییز امنیت او هرمز تنګي په اړه یې پر خپل دریځ ټینګار کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د دغه سفر موخه د پاکستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت لپاره د ګډو هڅو پراختیا ده.
