پاکستان ۲۴ اگست ۲۰۲۶

د سرحد پوهنتون پېښه، د پوځي افسر پر ضد د قانوني کارروایۍ پرېکړه

اسلام اباد (ویب نیوز) د وفاقي پلازمېنې پولیسو ویلي چې د سرحد پوهنتون اسلام اباد کېمپس کې د زده کوونکو د لاریون پر مهال پر یوه زده کوونکي د تشدد او هوايي ډزو کولو په تور د لیفټیننټ کرنل پر ضد به د قانون له مخې کارروایي کېږي. د اسلام اباد پولیسو د معلوماتو له مخې، یاد پوځي افسر په حفاظتي تحویل کې اخیستل شوی او د پوځ لوړپوړو چارواکو ته سپارل شوی، چېرې چې د هغه پر ضد د سمري کورټ مارشل د محاکمې د پیل قوي امکانات شته، بلخوا پوځي سرچینو ویلي چې د پوځ لوړپوړې مشرتابه د پېښې سخت نوټس اخیستی دی.