چمن(ویب نیوز) د مظلوم اولسي تحریک مشر او کابینې په چمن کې د امن او امان د خرابېدونکي وضعیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په ښار کې د غلاوو، ناامنۍ او ولسي ستونزو کچه پرلهپسې لوړېږي، خو پولیس د امن او امان د ټینګښت پر ځای د شریفو ښاریانو په ځورولو بوخت ښکاري. د تحریک مشرانو وویل چې د پولیسو اساسي مسؤلیت د خلکو د سر او مال ساتنه او د جرمي عناصرو پر وړاندې کارروایي ده، خو په چمن کې وضعیت برعکس ښکاري. هغوی غوښتنه وکړه چې پولیس دې د خلکو له بې ځایه ځورولو څخه ډډه وکړي او د جرمونو پر ختمولو او د ښاریانو پر امنیت دې بشپړ تمرکز وکړي. هغوی زیاته کړه چې د بډو اخیستلو په ګډون هر ډول غیرقانوني فعالیتونه باید سمدستي ختم او د پولیسو په نظام کې شفافیت یقیني شي، څو پر قانون نافذوونکو ادارو د خلکو باور بېرته ټینګ شي. مظلوم اولسي تحریک خبرداری ورکړی چې که پولیس خپل چلند سم نه کړي او د چمن خلکو ته امنیت برابر نه شي، نو د ولس د حقونو لپاره به اړ شي چې د احتجاج لاره خپله کړي. د تحریک مشرانو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې په چمن کې دې د امن او امان د ژر تر ژره بحالۍ، د جرمي عناصرو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو او د پولیسو په نظام کې د شفافیت لپاره عملي ګامونه پورته شي.
