مقامی ۲۴ اگست ۲۰۲۶

پښین سرانان کې پر مزدورانو ډزې په سختو ټکو غندو، د امن دښمنان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، میر ضیاءالله لانګو

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو د پښین د سرانان بازار په سیمه کې پر ساختماني کارونو بوختو بې ګناه او بې وسلې مزدورانو د ډزو پېښه په سختو ټکو غندلې او د شهیدانو له کورنیو سره یې د زړه له کومې خواخوږي او غمرازي څرګنده کړې ده. نوموړي وویل چې پر بې ګناه او محنتي مزدورانو برید کول د ترهګرو د ظلم، بزدلۍ او له انسانیت سره د دښمنۍ ښکاره ثبوت دی. د کورنیو چارو وزیر هوډ څرګند کړ چې په دې بزدلانه برید کې ککړ د امن دښمن عناصر به په هر صورت د قانون منګولو ته وسپارل شي. میر ضیاءالله لانګو څرګنده کړه چې پر بې ګناه مزدورانو برید کوونکي ترهګر د هېڅ ډول رعایت مستحق نه دي او دا ډول پېښې د بلوچستان د امن، پرمختګ او د خلکو لوړ مورال په هېڅ صورت کمزوری کولی نه شي.