پاکستان ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د مې نهمې د جي اېچ کيو بريد قضيه، ۴۷ اعلان شوي تورنو کسانو ته لس لس کاله بند

راولپنډۍ( ویب نیوز) د ترهګرۍ ضد محکمې عدالت د مې نهمې د جي اېچ کيو بريد په قضيه کې ۴۷ اعلان شويو تورنو کسانو ته د لس لس کاله بند سزا اورولې او د هغوی د جايدادونو د ضبطولو حکم يې هم کړی، د عدالت له مخې د ټولو تورنو کسانو جلا محاکمه بشپړه شوې وه او د استغاثې له لوري د ۱۹ شاهدانو بيانونه ثبت شوي دي، په سزا شويو کسانو کې عمر ايوب، زرتاج ګل، شيخ راشد شفيق، مراد سعيد، زلفي بخاري، شهبار ګل، علي امين ګنډاپور، شاندانه ګلزار، حماد اظهر او اعظم سواتي په ګډون نور کسان شامل دي، پر تورنو کسانو د مې نهمې پېښو د پلان جوړونې، د جي اېچ کيو دروازې، حمزه کېمپ او ارمي موزيم د بريدونو، سوځونې، ماتولو او سرکاري ودانيو ته د زيان رسولو تورونه لګېدلي وو.