مقامی ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د قلعه عبدالله دولنګي کې د ځايي خلکو او وسله والو ترمنځ نښته

دولنګي( ویب نیوز) د قلعه عبدالله په دولنګي سيمه کې د ځايي خلکو او وسله والو کسانو ترمنځ د نښتې خبر ورکړل شوی، د ځايي سرچينو په وينا وسله والو کسانو د اقبال ترين د موټر د درولو هڅه وکړه چې د موټر سپرليو پرې ډزې وکړې، له دې وروسته وسله وال کسان د ډزو په کولو غرونو ته وخوتل او هلته يې هم د ډزو لړۍ پيل کړه، د سيمې د سرچينو په وينا سيګي قبيلې د پېښې غندنه کړې او د ځوابي اقدام پرېکړه يې کړې ده، چې له امله يې په سيمه کې وېره او ترهه خپره شوې ده.