پاکستان ۲۶ اگست ۲۰۲۶

له سعودي عرب سره ستراتېژيک اقتصادي مشارکت غواړو لومړی وزير

اسلام اباد( ویب نیوز) د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ويلي چې پاکستان غواړي له سعودي عرب سره اقتصادي اړيکې په ستراتېژيک اقتصادي مشارکت بدلې کړي، د سعودي ـ پاکستان ګډې سوداګريزې شورا مشر شهزاده منصور بن محمد آل سعود په مشرۍ سعودي سوداګريز پلاوي له لومړي وزير سره وکتل او د اقتصادي همکارۍ او پانګونې پر پراختيا خبرې وشوې، سعودي پلاوي په کرنه، بندرونو، لويو لارو، هوايي ډګرونو، املاکو، انرژۍ، برېښنا وېش او معلوماتي ټکنالوژۍ برخو کې د پانګونې لېوالتيا څرګنده کړه، لومړي وزير وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حکومت په کچه او سوداګريزه کچه د ګډې همکارۍ لپاره دا تر ټولو مناسب وخت دی.