پاکستان ۲۶ اگست ۲۰۲۶

د هند د آزادۍ د ۲۰۴۶ کال د ختمېدو دعوه، د ۹۹ کلنې اجارې خط

نوي ډيلي( ویب نیوز) په ټولنيزو رسنيو کې يو مبينه تاريخي خط خپرېږي چې پکې دعوه شوې چې هند ته د ۱۹۴۷ کال د اګست له ۱۵مې نېټې څخه د برتانوي تاج له خوا د ۹۹ کلنې اجارې پر بنسټ آزادي ورکړل شوې وه او موده به يې په ۲۰۴۶ کال کې ختمېږي، په دغه مبينه خط کې د ۱۹۴۷ کال د اګست ۱۴مه نېټه او د لندن بکینګهم ماڼۍ حواله ورکړل شوې ده، خو د تاريخي څېړنو او موجودو اسنادو له مخې دغه خط جعلي او د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته جوړ شوی بلل شوی، په داسې حال کې چې د هند د آزادۍ په ۱۹۴۷ کال قانون کې د ۹۹ کلنې اجارې يا په ۲۰۴۶ کال کې د آزادۍ د ختمېدو هېڅ شرط نشته.