کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د بلوچستان د ټولیز امنیت او امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره ۲۸مه دفاعي ارزونې غونډه په کوټه کې جوړه شوه.
د غونډې ګډه مشري د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي او د کوټې کور کمانډر وکړه. په غونډه کې په صوبه کې د سولې او ثبات، امنیتي اقداماتو او د روانو پراختیایي پروژو د وضعیت په اړه تفصیلي ارزونه وشوه.
په غونډه کې په یوه مهمه او اصولي پریکړه کې، د کوټې په ګډون د صوبې په مهمو ولسوالیو او ښارونو کې د سیف سټي پروژې د په مرحله وار ډول د فعالولو منظوري ورکړل شوه، چې له امله به یې د جرمونو په مخنیوي او د وګړو په خوندیتوب کې د پام وړ ښه والی راشي.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي په خپله وینا کې وویل چې د دغو منظمو غونډو ډیرې مثبتې او لرې رسې پایلې رامنځته کیږي. هغه وویل چې په هرو دریو اونیو کې د دې غونډې په جوړیدو سره د پخوانیو پریکړو پلي کیدل تضمینیږي او د امنیت وضعیت په دوامداره توګه ارزول کیږي.
په غونډه کې د ملکي او پوځي ادارو، استخباراتي ادارو او امنیتي ځواکونو لوړ پوړو استازو ګډون کړی و. ګډونوالو په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ او جرمونو پر وړاندې د بریالیو استخباراتي عملیاتو په اړه د امنیتي ځواکونو کړنې وستایلې او ستاینه یې وکړه.
په پای کې ټولو ګډونوالو دا ژمنه تکرار کړه چې د بلوچستان د روښانه راتلونکي، تلپاتې سولې، د پراختیایي پروژو په وخت بشپړولو او د ولس د هوساینې لپاره به ټولې سرچینې په کار واچول شي.
