دُکي (وېب نیوز) د دُکي ښار څخه شاوخوا ۱۵ کیلومتره شمال ختیځ ته د معراج کول ایریا په یوه ځايي سکرو کان کې د کان دننه په یوه څاه کې ناڅاپه د زهرجنې ګازو د ډکېدو له امله درې کانکیندونکي د ساه بندېدو له کبله مړه شوي دي. د پېښې له اطلاع وروسته امدادي ډلې د پېښې ځای ته ورسېدې، مړي یې له کان څخه وایستل او د دُکي سول روغتون ته یې انتقال کړل. د روغتون د سرچینو او انتظامیې له مخې د مړو کانکیندونکو پېژندنه د عیسی خان ولد پای محمد، د بارکزي قوم او د افغانستان اوسېدونکي، سراج الدین ولد فتح محمد، د اڅکزي قوم او د پشین اوسېدونکي، او شمس الله ولد عبدالله، د علیزي قوم او د افغانستان اوسېدونکي، په نومونو شوې ده. د اړینو قانوني چارو له بشپړېدو وروسته مړي وارثانو ته سپارل کېږي.
