خضدار (وېب نیوز) د امنیتي سرچینو په وینا د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو په یوه لوی عملیات کې څلور ترهګر وژلي دي. سرچینې وایي چې د ترهګرو د موجودګۍ د اطلاع ترلاسه کېدو وروسته هغوی د پرمختللې کواد کاپټر ټکنالوژۍ له لارې په نښه کړل شول. له عملیاتو سمدستي وروسته امنیتي ځواکونو په اړوندو سیمو کې د کلیئرنس عملیات پیل کړي، څو سیمه په بشپړه توګه له ترهګرو پاکه شي. امنیتي سرچینو زیاته کړې چې د عملیاتو پر مهال د ځايي خلکو او عامو وګړو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره هر ممکن اقدام شوی، ترڅو کوم ملکي وګړی زیانمن نه شي.
