بیلا (وېب نیوز) د لسبیلا ضلع بار ایسوسی ایشن مشر ایډووکېټ ارشد محمود سردارخېل ویلي چې د لسبیلا ډسټرکټ بار د لوړپوړي وکیل او د بلوچستان های کورټ بار ایسوسی ایشن پخواني اجرائیوي غړي عاصم کاظم پر کور د بیلا پولیسو چاپه وهل او د هغه د کورنۍ ځورول په هېڅ صورت د زغملو وړ نه دي او د پولیسو زورواکي به ونه زغمل شي. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په بیلا بار کونسل کې د بیلا د ایس ایچ او پر ضد یوې بېړنۍ خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې. ارشد محمود سردارخېل وویل چې له دې وړاندې هم بیلا پولیسو د عاصم کاظم مېرمنې، د بی اې اېف پبلک سکول بیلا مدیرې او یو شمېر ښوونکو ته د ښوونځي په دروازه کې د ننوتلو اجازه نه ورکوله او هغوی یې په زوره درولي وو. نوموړي تور ولګاوه چې بیلا پولیس او انتظامیه د بلوچستان های کورټ د محترمې محکمې احکام له پامه غورځوي او د قانون ښکاره سرغړونه کوي. هغه وویل چې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۵مه د عدالت عالیه د حکم باوجود د بیلا اسسټنټ کمشنر له پولیسو سره یوځای د بی اې اېف پبلک سکول قلفونه مات کړي او خپل قلفونه یې لګولي دي، چې پر ضد یې عاصم کاظم د بیلا پولیس تاڼې ته درخواست هم جمع کړی، خو پولیس د درخواست له ترلاسه کولو انکار کوي. نوموړي زیاته کړه چې د ښوونځي له حسابه د پیسو د اختلاس او نورو پېښو په اړه قضیې هم په محترمه محکمه کې تر سماعت لاندې دي. هغه وویل چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۷مه هم د عاصم کاظم مېرمنې، مدیرې او نورو ښوونکو ته پولیسو شاوخوا پنځه ساعته په ښوونځي کې د بند ساتلو په څېر چلند کړی و، چې په اړه یې قضیه په محکمه کې روانه ده. ارشد محمود سردارخېل وویل چې محکمې د مې پر ۱۵مه د بی اې اېف سکول په اړه پرېکړه د مدیرې مس عابده اسماعیل په حق کې کړې، خو له دې باوجود انتظامیه او پولیس د وکیلانو او د هغوی د کورنیو د ځورولو لړۍ نه ده درولې. نوموړي اعلان وکړ چې د پولیسو د زورواکۍ پر ضد به تر ۳۱ اګست پورې عدالتي چارې بایکاټ کوي او د اګست پر ۳۱مه به د احتجاج په توګه پرلت وهي او خبري غونډه به هم کوي. په بېړنۍ خبري غونډه کې ایډووکېټ عاصم کاظم، ایډووکېټ عبدالواحد، ایډووکېټ قاسم جاموټ، ایډووکېټ اشرف بیزان بلوچ، ایډووکېټ عامر جلیل، ایډووکېټ منور لاسي، ایډووکېټ سلطان قادر، ایډووکېټ شکیل رونجهاو او نورو وکیلانو ګډون کړی و. د لسبیلا بار وکیلانو د ملاتړ په خاطر د بلوچستان بار کونسل، های کورټ، خضدار بار کونسل، کوټه او وارن بار کونسلونو څخه هم مننه وکړه.
