مقامی ۲۸ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان حکومت د ترهګرۍ په ملاتړ تورنو ۹ مېرمنو ته اشتهاري وویلې

کوټه (وېب نیوز) د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزي ویلي چې د بلوچستان حکومت د ترهګرۍ په ملاتړ او له ترهګرو عناصرو سره د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو ۹ مېرمنې اشتهاري اعلان کړې او د هغوی د نیولو په اړه یې د مرستې لپاره انعام ټاکلی دی، چې ډېری یې د مکران ډویژن سره تړاو لري. هغه وویل چې دغه عناصر له ترهګرو سره په ګډه په بلوچستان کې د ناامنۍ خپرولو او د صوبې د امن د سبوتاژ کولو هڅې کوي او ترهګر عناصر د مېرمنو له نوم او ټولنیز درناوي څخه په استفادې غواړي خپل ناوړه اهداف ترلاسه کړي. بابر یوسفزي وویل چې حکومت به د ترهګرۍ او ناامنۍ په فعالیتونو کې د ککړو عناصرو پر ضد د قانون له مخې بې توپیره کارروایي جاري ساتي، او له ولسه یې وغوښتل چې د دغو مېرمنو د موجودیت، تګ راتګ یا له ترهګرو عناصرو سره د اړیکو په اړه د باوري معلوماتو په صورت کې سمدستي اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي، د معلوماتو ورکوونکي هویت به پټ ساتل کېږي او د قانون له مخې به یې د ځان او مال د خوندیتوب ډاډ ورکول کېږي۔