کوټه (وېب نیوز) د کوټې د مرستیال کمېشنر مهرالله بادیني په لارښوونه ضلعي ادارې په ګڼ مېشتو سیمو کې د جوړو شوو ناقانونه وړو پټرول پمپونو پر ضد پراخ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۶۳ پټرول پمپونه مهر او ۷۲ کسان ونیول شول او زندان ته ولېږدول شول. دغه عملیات په پښتون آباد، جواینټ روډ، سرکي روډ، فقیر محمد روډ، میهانګي روډ، کاسي روډ، عالمونو چوک، هوايي ډګر روډ، نوحصار کلي، سمنګلي او خروټ آباد په ګډون د کوټې په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول. عملیات د ښار مرستیال کمېشنر محمد امیر حمزه، د صدر مرستیال کمېشنر محمد یوسف هاشمي، د کچلاک مرستیال کمېشنر متقاعد کپتان کبیر مزاري او ځانګړي مجسټرېټ اعجاز حسین کھوسه تر څارنې لاندې د ضلعي ادارې او اړوندو ادارو ګډو ټیمونو ترسره کړل. ضلعي ادارې ویلي چې د پشین سټاپ له وروستۍ پېښې وروسته په ګڼ مېشتو سیمو کې د ناقانونه وړو پټرول پمپونو پر ضد عملیات لا چټک شوي دي. د ادارې په وینا د خلکو د ژوند او مال د ساتنې او د اورلګېدنې د خطرونو له امله په ګڼ مېشتو سیمو کې ناقانونه وړو پټرول پمپونو ته به هېڅ اجازه ورنه کړل شي. د کوټې مرستیال کمېشنر اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د ناقانونه وړو پټرول پمپونو پر ضد عملیات پرته له ځنډه روان وساتي او د خلکو خوندیتوب په هر صورت کې یقیني کړي.
