اسلاماباد (وېب نیوز) امنیتي سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان او بنو او د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې د فتنې الخوارج او فتنې الهندوستان ۱۱ ترهګر وژل شوي دي. د سرچینو په وینا، په بنو کې د عملیاتو پر مهال ۲ ترهګر وژل شوي او وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي، همدارنګه د چاودېدونکو توکو په وسیله د ترهګرو مرکز هم له منځه وړل شوی دی. د جنوبي وزیرستان په لده سیمه کې د پټو معلوماتو پر بنسټ عملیاتو کې ۵ خوارج وژل شوي، امنیتي ځواکونو د ترهګرو د خوځښت په وخت خبر ترلاسه کړ، محاصره یې کړل او اغېزمنه کارروایي یې ترسره کړه. د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په ساسول سیمه کې د فتنې الهندوستان پر ضد عملیاتو کې ۴ ترهګر وژل شوي او د سرچینو په وینا، د کوارډ کاپټر په مرسته په نښه شوي دي. امنیتي سرچینې وایي چې د عملیاتو پر مهال د ولس د سر او مال خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه شوې او ځايي خلکو ته د زیان رسېدو مخه نیول شوې ده، په داسې حال کې چې له هېواد څخه د ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو پورې به د عزمِ استحکام د لیدلوري له مخې عملیات دوام ولري.
