کراچۍ (وېب نیوز) د سند اعلیٰ وزیر مراد علي شاه ویلي، څوک چې د نویو صوبو جوړولو شوق لري، هغه دې د سند اسمبلۍ ته قرارداد راوړي، اسمبلي یو ځل بیا د نویو صوبو پر ضد قرارداد منظورولی شي. نوموړي وویل چې د سند اسمبلۍ تر دې وړاندې هم شپږ ځله د نویو صوبو پر ضد قراردادونه منظور کړي دي. مراد علي شاه د سند د حیواناتو د روغتیا په انسټیټیوټ کې د نویو اسانتیاوو د پرانیستې پر مهال وویل چې د څارویو روغتیا، څېړنې او د ناروغیو د تشخیص لپاره د نویو او عصري اسانتیاوو رامنځته کول مهم پرمختګ دی.
