کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د تفصیلاتو له مخې د ژوب ښار په سټي تانه کې د تښتول شوي ماشوم بریال خان مندوخیل د ورکېدو مقدمه درج کیدو وروسته په ټول ښار کې د اندیښنې څپه خپره شوې وه۔ دې پیښې په ټولنیزو رسنیو کې هم ځانګړې پاملرنه ترلاسه کړې وه۔
د ژوب ایس پي صبور آغا د دې مهمې او حساسې قضیې فوري نوټس واخیست او د لومړیتوب په اساس یې د حل کولو لارښوونه وکړه۔ د هغه په مستقیمه څارنه کې یوه ځانګړې پلټنیزه ډله جوړه شوه چې د شپې او ورځې سختې هڅې، مسلکي مهارت او په عصري تحقیقاتي لارو چارو کار کولو سره یې په پای کې ماشوم په خوندي توګه په راخلاصولو کې بریالیتوب ترلاسه کړ۔
د پولیسو سرچینو په وینا د عملیاتو په جریان کې شکمن تورن کسان نیول شوي چې نوره پلټنه ترې روانه ده۔ که د تحقیقاتو په جریان کې د بل هر شخص رول مخې ته راشي نو هغه به هم د قانون منګولو ته راوستل شي۔
په دې بریالۍ کاروایۍ کې ډي ایس پي ګلاب الدین کاکړ، اډیشنل ایس ایچ او سوراب، ایس پي ریډر نقیب الله، شیر محمد، امین شاه، اختر ګل په ګډون ټولې ډلې د پام وړ رول لوبولی دی۔
د ژوب ولس د ژوب ایس پي صبور آغا او د ژوب پولیسو ټولې ډلې ته د دې مثالي کارکردګۍ له امله د عقیدت پیرزوینه وړاندې کوي۔
