ماسکوکه څه هم د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سي آی اې د مشر جان ريټکلف د روسيې سفر ظاهراً يو عادي سفر بللی، خو د ۱۶ زره کيلومتره پټ سفر وروسته په امريکايي پوځي الوتکه کې ماسکو ته د هغه رسېدل ډېر غيرمعمولي بلل کېږي. کرملېن تاييد کړې چې ريټکلف د سې شنبې په ورځ د روسيې له استخباراتي چارواکو، په ځانګړي ډول د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې اېس وي آر له مشر سرګي نارشکن سره ليدلي دي. د دې ډول سفر اهميت ځکه هم زيات بلل کېږي چې د سي آی اې پخواني مشر ويليم برنز شاوخوا پنځه کاله وړاندې هغه مهال ورته پټ سفر کړی و، کله چې روسيه پر اوکراين د بريد لپاره چمتووالی نيوه. واشنګټن د اوسني سفر د موخې په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو د ګڼو رسنيو د راپورونو له مخې د ريټکلف د سفر يو هدف ماسکو ته دا خبرداری ورکول و چې په اوکراين کې د جګړې د روان ځنډ په غبرګون کې داسې ګام وانخلي چې له ناټو غړو هېوادونو سره تاوتريخوالی لا زيات کړي.
