وينډهوک،( ویب نیوز)د درې اړخيزې شل اوريزې کرکټ لړۍ په لومړۍ لوبه کې نميبيا جنوبي افريقا ته د ۱۸ منډو په توپير ماتې ورکړه. په وينډهوک کې ترسره شوې لوبه کې نميبيا لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، په ځواب کې د جنوبي افريقا لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې کړې. په دې درې اړخيزه لړۍ کې د جنوبي افريقا او نميبيا ترڅنګ د زمبابوې لوبډله هم برخه لري.
