تازه خبرونه ۲۹ اگست ۲۰۲۶

د هاکي نړيوال جام: پاکستان جنوبي افريقا ته ماتې ورکړه، ۱۱م مقام يې خپل کړ

امسټلوين( ویب نیوز)څلور ځله نړيوال اتل پاکستان هاکي لوبډلې جنوبي افريقا ته د پينالټي شوټ اوټ په پړاو کې ۳-۴ ماتې ورکړه او د ايف آى اېچ هاکي نړيوال جام کې يې ۱۱م مقام خپل کړ. په امسټلوين کې په ترسره شوې لوبه کې جنوبي افريقا په لومړيو دوو کوارټرونو کې ۲-۰ مخکې شوه، خو پاکستان غوره کم بېک وکړ او افراز او محمد حماد ګولونه ووهل او لوبه يې ۲-۲ برابره کړه. د درېيم کوارټر په پيل کې کپتان رانا وحيد ګول وواهه او پاکستان ته يې برتري ورکړه، خو جنوبي افريقا بيا لوبه برابره کړه او د لوبې په وروستيو شېبو کې يې يو ځل بيا مخکښتيا ترلاسه کړه. د لوبې په وروستيو ثانيو کې حمادالدين ګول وواهه او لوبه يې ۴-۴ برابره کړه. د لوبې پرېکړه په پينالټي شوټ اوټ کې وشوه چې پاکستان پکې ۳-۴ بريا خپله کړه او په نړيوال جام کې يې خپل سفر په ۱۱م مقام پای ته ورساوه. پاکستان په دې نړيوال جام کې ټولې ۶ لوبې وکړې، دوه يې وګټلې، درې يې وبايللې او يوه لوبه مساوي شوه.