اسلام آباد (ویب نیوز) د سي اېن اېن خبريالې بيکي انډرسن د هېواد څخه بهر مېشت د پي ټي آی له يوه مشر سره مرکه خپره کړې چې پکې د پي ټي آی د بنسټګر عمران خان د روغتيا په اړه اندېښنه څرګنده شوې، خو پاکستان حکومت د عمران خان د روغتيا او په زندان کې د هغه د حالاتو په اړه د سي اېن اېن ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې نوموړي ته مناسبې طبي اسانتياوې، له کورنۍ سره د ملاقات، ټيليفوني اړيکو، د کور پخې ډوډۍ او ورزش اسانتياوې برابرې دي، د حکومت په وينا له عمران خان سره شاوخوا ۱۹۸ ملاقاتونه او ۳۰ طبي معاينې شوې دي، د نوموړي دواړه زامن معتبر نايکوپونه لري چې پاکستان ته د داخلېدو لپاره د منلو وړ سفري اسناد دي، حکومت له سي اېن اېن غوښتي چې په راتلونکو راپورونو کې تصديق شوي زنداني او طبي ريکارډونه له سياسي او لانجمنو ادعاوو څخه جلا وساتي، وروسته بيکي انډرسن د حکومت دريځ هم په خپل ټولنيز رسنيز حساب کې خپور کړ.
