تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د مستونګ د باغونو د ختمولو پر بیان سرفراز بګټي له سختو نیوکو سره مخ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان له وزیراعلیٰ سرفراز بګټي څخه منسوب په مستونګ کې د ټولو باغونو د ختمولو پر بیان د بشري حقونو فعالانو، چاپېریال ساتنې کارپوهانو او د اقلیمي بدلون په برخه کې کارکوونکو کړیو سخته اندېښنه او غندنه څرګنده کړې ده. نیوکه کوونکو ویلي چې د مستونګ باغونه یوازې کرنیزې ځمکې نه دي، بلکې د ځايي خلکو د روزګار، خوراک، چاپېریال او طبیعي ایکوسیستم مهمه برخه جوړوي. بلوچستان لا له وړاندې د اوبو له کمښت، وچکالۍ او اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی، نو په داسې وخت کې د باغونو د ختمولو خبره د جدي اندېښنې وړ ده. بل لوري ته د جمعیت علمای اسلام مشر حافظ حمدالله د وزیراعلیٰ پر بیان غبرګون کې ویلي، که له باغونو ډزې شوې وي او د باغونو مالک ته د سهولت کار په سترګه وکتل شي او پر ضد یې اقدام وشي، نو دا د ستونزې حل نه دی. نوموړي په طنزیه انداز کې ویلي، غله کور ته ننوځي او ډاکوان وتښتي، نو د کور مالک دې هم ډاکوان وبلل شي؟ حافظ حمدالله ویلي چې دا قانون نه بلکې د منطق جنازه ده، ستونزه په بل ځای کې وي او درملنه یې په بل ځای کې کېږي. نوموړي غوښتنه کړې چې د باغونو د مالکانو پر ځای دې په ډزو او جرمونو کې ککړ اصلي عناصرو پر ضد قانوني کارروائي وشي.