تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

د باغونو خاوندانو ته د ترهګرو د سهولت کارانو نوم ورکول د پوهېدو وړ نه دي، جمعیت علماء اسلام نظریاتي

کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علماء اسلام نظریاتي پاکستان امیر مولانا عبدالقادر لوني، مرکزي جنرل سیکرټري مولانا محمود الحسن قاسمي، مرکزي مشر مرستیال امیر مولانا عبدالوهاب ډهیر، مرکزي مرستیال امیر مولانا عبدالروف، سرپرست اعلیٰ مولانا ډاکټر شمس الهدیٰ، مرکزي د اطلاعاتو سیکرټري سید حاجي عبدالستار شاه چشتي او مرکزي د مالیاتو سیکرټري حاجي حیات الله کاکړ ویلي چې حکومت په بلوچستان کې د امن په ټینګښت کې خپله ناکامي د باغونو پر خاوندانو اچوي او اوس د خپلې ناکامۍ د پټولو لپاره د باغونو خاوندان د ترهګرو سهولت کاران بولي، حال دا چې د امن ټینګول د ریاست مسؤولیت دی. دوی وویل چې د باغونو خاوندانو ته د ترهګرو د سهولت کارانو نوم ورکول او یا د باغونو ختمول هېڅ منطقي دلیل نه لري. کله چې د باغونو خاوندان خپله د ځان ساتنه نه شي کولای، نو که د امنیتي ځواکونو پر ضد برید یا کومه پېښه د چا له باغ څخه ترسره شي، د باغ خاوند څنګه مجرم بلل کېدای شي؟ دوی وویل چې چا ته د سهولت کار نوم ورکولو سره به په بلوچستان کې د امن ستونزه حل نه شي. د جمعیت علماء اسلام نظریاتي مشرانو وویل چې د سهولت کارانو په نوم د خلکو د خپلو جایدادونو څخه په زوره د شړلو هر ډول پلان د منلو وړ نه دی. دوی وویل چې دغه خلک له پېړیو راهیسې پر خپلو ځمکو اباد دي او اوس د یوې منصوبې له مخې د سیمه ییزې ابادۍ د سهولت کارانو په نومولو سره د هغوی د پلرنیو جایدادونو د نیولو هڅه کېږي. د اساسي قانون له مخې د هر وګړي د ژوند، مال او عزت ساتنه د ریاست لومړنی او مهم مسؤولیت دی، په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ختمول د امنیتي او استخباراتي ادارو دنده ده. دوی غوښتنه وکړه چې بې ګناه خلک دې ونه ځورول شي، ځکه د امنیتي ناکامۍ پړه پر عام ولس اچول د ریاست له خپلې دندې څخه د تېښتې په معنا ده. د دوی په وینا، د دا ډول اقداماتو له امله د ولس او ادارو ترمنځ واټن او بې باوري لا زیاتېږي. هېڅ سیمه ییز بزګر یا د باغ خاوند په خپله خوښه ریاست ضد ډلو ته په خپلو حدودو کې پناه نه ورکوي، که څوک په زور د چا باغ ته داخل شي، نو د باغ خاوند څنګه مجرم بلل کېدای شي؟ دوی وویل چې د حکومت د نالایقۍ له امله بلوچستان د نوګو ایریا په توګه بدل شوی، محرومیتونو دغه صوبه د ناامنۍ، احساسِ کمتري او بې ثباتۍ تر داسې حالت رسولې چې د پرمختګ دعوې او تشې ژمنې خپل اغېز له لاسه ورکړی دی. د ټولې صوبې په کچه د حکومت رټ نه لیدل کېږي او د خلکو عزت، مال او ژوند له خطر سره مخ دی. دوی وویل چې د هېواد د حالاتو په اړه ناسنجول شوو پرېکړو هېواد ته نه جبرانېدونکی زیان رسولی، سره له دې چې د امن او امان په نوم میلیاردونه روپۍ لګېدلې، خو ناامني لا هم د حکومت پر کارکردګۍ لویه پوښتنه ده او حکومت یوازې د ورکشاپونو او لوړو دعوو له لارې خپله ناکامه کارکردګي نه شي پټولی.