اسلام اباد(ویب نیوز) د چين د خصوصي سکټور له خوا په پاکستان کې د تر دې دمه تر ټولو سترې ۳.۵ ميليارده ډالرو پانګونې د پروژې منظوري ورکړل شوې ده. د پلان جوړونې، پرمختګ او ځانګړو اقداماتو وزارت په وينا، د سي پېک له لارې د سوداګرۍ پر بنسټ په ضلع ټټهی، سند کې د فالکن د تېلو د چاڼ او زېرمه کولو وړانديز شوی کمپلېکس په سي پېک کې شامل شوی او په اسلام اباد کې د چين پاکستان اقتصادي دهلېز دارالانشا هم د دې پروژې توثيق کړی دی. چارواکي وايي د پانګونې بورډ به دا پروژه د سي پېک ګډ کاري همکارۍ ډلې ته وړاندې کړي. په وړانديز شوې پروژه کې د ۴۰ لکه ټنه خامو تېلو او پټروليم محصولاتو د زېرمه کولو وړتيا او د ۵۰ مېګاواټه خپلواک برېښناکوټ شامل دی، په داسې حال کې چې په چاڼځای کې به د يورو ۵ معيار سره سم تېل توليدېږي. د چارواکو په وينا، له دې پروژې سره به د پاکستان د تېلو د چاڼ ځايي وړتيا زياته، د تيارو پټروليم محصولاتو پر وارداتو تکیه کمه او د انرژۍ په برخه کې به د هېواد خونديتوب پياوړی شي.
