لاهور (ویب نیوز) د پاکستان هاکي فېډرېشن د هاکي نړيوال جام کې د ملي لوبډلې د ۱۱م مقام څخه خوښي څرګنده کړې او د روزنيز کارکوونکو د کارکردګۍ ستاينه يې هم کړې ده، د پي اېچ اېف چارواکو وويل چې ملي لوبډلې په سياليو کې د پخوا په پرتله ډېره ښه لوبه کړې، خو په لوبډله کې ځينې کمزورۍ شته چې پاملرنې ته اړتيا لري او د اسيايي لوبو لپاره به دغه کمزورۍ له منځه يوړل شي، د پي اېچ اېف په وينا د روزنې چوکاټ به د ملي روزنيز سلاکار هرمن کروئس تر څارنې لاندې دوام ولري چې د مشرانو لوبډلې ترڅنګ به انډر۲۱، انډر۱۸ او د ښځينه لوبډلو ته تخنيکي لارښوونې هم ورکوي.
