نوي ډهلي (روزنامہ نوې ژوند پشتو کوټه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د ایران د سولې او سفارتي هڅو کې د پاکستان رول تر اوسه ناکام نه دی او ځینې ځواکونه هڅه کوي دا بهیر ګډوډ کړي. هغه په نوي ډهلي کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې پاکستان د منځګړیتوب مهم رول ادا کوي او د جګړې د بندولو هڅې روانې دي. عراقچي زیاته کړه چې د هرمز تنګي له دښمنو هېوادونو پرته د ټولو لپاره خلاصه ده او د سیمې وضعیت ډېر حساس دی. نوموړي وویل چې د امریکا له لوري متضاد پیغامونه د خبرو بهیر پېچلی کړی، او ایران یوازې هغه وخت خبرو ته تیار دی چې مقابل لوری جدي وي. هغه وویل چې ایران د 2015 د تړون په څېر بیا هم مذاکراتو ته چمتو دی، خو د باور فضا باید رامنځته شي. عراقچي ټینګار وکړ چې ایران خپل پر امنه اټومي پروګرام ته ژمن دی او هیڅکله به اټومي وسلې جوړې نه کړي، همدارنګه یې وویل چې د هرمز تنګي د تګ راتګ لپاره به اړوند هېوادونه له ایران سره همغږي کوي، او دا لاره به یوازې د دښمنانو لپاره محدوده وي.
