تازه خبرونه ۳۰ اگست ۲۰۲۶

دښمن د ایراني پوځ د وړتیاوو په اړه له سختې غلط فهمۍ سره مخ دی: شهرام ایراني

کوټه (ویب نیوز) د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان ریئر اډمیرل شهرام ایراني ویلي چې دښمن د ایراني پوځ د وړتیاوو په اړه له سختې غلط فهمۍ سره مخ دی او د ایراني ولس او وسله والو ځواکونو د هوډ او ارادې په اړه یې ناسم اټکل کړی دی. شهرام ایراني په یوه بیان کې ویلي چې د ایران سمندري ځواکونه به د خپلو شهیدانو له وینې څخه لا زیاته ځواکمنتیا ترلاسه کړي او د لا ډېر هوډ، زړورتیا او ټینګې ارادې سره به خپلو دندو ته دوام ورکړي.