کوټه (ویب نیوز) اسرائیل یو ځل بیا ایران ته د برید ګواښ کړی او ویلي یې دي چې که ایران خپل اټومي پروګرام یا د بالستیک توغندیو پروګرام بیا پیل کړي، نو پر وړاندې به یې پوځي اقدام وشي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د انرژۍ وزیر ایلي کوهن ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیلو بریدونو د ایران اټومي پروګرام څو کاله شاته غورځولی دی. ایلي کوهن ویلي چې ایران دې له امریکا سره هوکړه وکړي، خو که د اټومي وسلو د جوړولو هڅه وکړي، نو بیا به پرې بریدونه وشي. هغه ټینګار کړی چې ایران باید د خپل اټومي پروګرام د بیا پیلولو تېروتنه ونه کړي. د یادونې وړ ده چې امریکا او اسرائیل د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه کړي وو، چې په ترڅ کې یې د ایران د ستر رهبر آیت الله خامنهیي په ګډون د یو شمېر جنرالانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
